د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو له دوی سره له همغږۍ پرته د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیاتو کړي دي،خو د ځایي خلکو له مقاومت سره مخ شوي او بېرته شاتګ ته اړ شوي دي. کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال مخکېنی رییس و چې پر مالي او اخلاقي فساد تورن دی او تر عدلي تعقیب لاندې دی چې حکومت یې د نیولو هڅې کوي. پر نوموړي ...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو دوام یو مهم پرمختګ دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دوی د پاکستاني حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د قراردادونو پر بنسټ د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر رهبرانو لګول شوي بندیزونه ستایي او دا چاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په ...